FAO له نړیوال بانک سره په ګډه له افغان کروندګرو سره ۱۰۰ لیزري ځمکۀ هواروونکي وېشل

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د نړيوال بانک په مالي ملاتړ سره په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۱۰۰ د لېزر په مرسته ځمکه هواروونکي ماشينونه وېشلي دي. دا وسايل اوس د شاوخوا ۲۳ زره کروندګرو کورنیو له خوا په ګډه کارول کېږي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغو وسايلو د نږدې ۱۲ زره او ۵۰۰ هکتاره کرنيزو ځمكو د هوارولو زمينه برابره کړې او د اوبه خور د مديريت د ښه والي لامل شوې ده. د لېزري ځمكې هواروونکو کارول د کرنیزو ځمکو په متوازن ډول د اوبو وېش ته مرسته کوي.
افغانستان په تېرو کلونو کې له پرلهپسې وچکاليو سره مخ شوی دی او د اوبو د سرچينو کمي د کرنې له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي. په داسې حالاتو کې، د اوبو د کارونې لوړوالی کولی شي د کروندګرو د کورنيو د ژوند د دوام لپاره مهم رول ولوبوي.
FAO ټينګار کړی چې دا اقدام د محدودو اوبو سرچينو د اغېزمنې کارونې په موخه ترسره شوی او تمه ده چې د کرنيزو سيمو د اوبو ضايعات راکم کړي؛ هغه موضوع چې د افغانستان د اوسني اقليمي حالت له مخې ځانګړی اهميت لري.




